خلیلزاد او طالبانو د لنډې وقفې او خپلمنځي مشورو لپاره خبرې وځنډولې

کابل ټکى کام (جمعه، ۲۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

طالب او امریکایي مرکچیانو له شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته د خپلمنځي مشورو په پار د لنډې وقفې خبر ورکړی دی.

خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي《کله چې نن مې له طالب استازو سره ولیدل، ما د بګرام د پرونۍ حملې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه.

نوموړی زیاته کړې، طالبان باید وښیې چې دوی د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره چمتو او وړ دي》.

طالبانو وړمه ورځ دباګرام په هوایي ډګر موټر بم او وسلوال بریدونه وکړل چې له ۱۷ ساعتیزې جګړې وروسته بهرنیو ځواکونو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

مربوطه مطالب

Back to top button