ولـــــې عـــــصـــري عـــلـــوم زده کــؤو؟!!!

سبحان الله صارم الافغانی

  دعصری علومو اهمیت اوضرورت

علم یوه عربي کلمه ده چې په لغت کی د پېژندنې، شعور،اتقان، او یقین په معنی ده .

او د علماوو په اصطلاح د یو شي حقیقت درک کول او په هغه پوهېدلو ته علم وايي.

په مجموع کې علم په دوه برخو وېشل شوی

۱ ــ دیني علم چې نقلي علم هم ورته وايي.

۳ــ عصري علم چې تجربوي علم هم ورته وايي.

عصري علوم عبارت دي له طب،انجینري، ساینس،کیمیا، فزیک،  بیولوژي، جیولوژي …

 د عصـــري عـــلـــــومــــو اهـــــمـــیــــت:

قران عظیم الشان د الله جل جلاله کلام او د اسلام د مبارک دین سپېڅلی کتاب دی چې د احکامو او قوانینو سربېره پکې د داسې علمي او ساینسي علومو څخه پرده پورته شوې  چې د اسلام په پیل کې يې تصور هم نه کېده.

مګر نن په اثبات رسېدلې چی ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ده چې د قران کریم په حقانیت او اعجاز باندې دلالت کوي.

الله جل جلاله په قران کریم کې فرمايي: واعدو لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم .. ( الایة)

ژباړه:; او ځانونه تیار کړئ! د دښمن په مقابل کې هر څومره چې ستاسو په وس کې وي او وډارکړئ! د الله دښمنان او خپل دښمنان.

او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (لکل داءٍ دواء)

ژباړه: د هر مرض لپاره الله جل جلاله دوا پیداکړئ.

که پورتنی مبارک ایت په اوس عصر کې تفسیر کړو نو زموږ دښمنان ( غربیان); په هستوي بمونو سمبال دي

ډرون الوتکې لري، بحري ځواک لري دcyber wars واک لري ،ځان د نړئ super power بولي.

بلعکس موږ او ټوله اسلامي نړۍ د غرب تر فکري او عسکري یرغل لاندې یو.

نه هستوي بمونه لرو نه ډرون او بحري ځواک لرو.

د الهي ارشاد پر بڼسټ موږ باید له کفري نړۍ سره په هر ډګر کې مقابله ته ځانونه چمتو کړو او دا چمتو والی او اعداد پرته  د عـــصـــري عــلــومــو ناشونی کار  دی.

همدارنګه د یو مرض دعلاج لپاره د هغه مرض پيژندل، تشخیص،معاینه، تداوي،او دوا جوړول پرته دعصري علومو له زده کړې امکان نلری .

امام غزالي رحمه الله د عصري علومو په اړه په خپل کتاب احیاء العلوم کې فرض کفايي ویلي .

که چېرې د تاریخ پاڼې راواړوو نو وبه وینو چې اسلامی امت

له اوس نه مخکې ډېر پیاوړی ؤ.

د هارون الرشید د خلافت په دوره کې مسلمانو علماوو ساعت

جوړ کړ او دا د همغه وخت یوه ستره لاسته راوړنه وه کله چې داساعت دخلیفه له خوا دفرانسې پاچا شارلمان ته په تحفه کې ولېږل شو نو کله چې شارلمان دا ساعت ولیده نو حیران اوهک پک پاتې شو او ويې ویل ( چې دا مسلمانان هم عجیب خلک دي چی داوسپنې په یوه وړه تکړه کې يې بیریان بند کړي دي او داکوچني شیانو ته حرکت ورکوي )

خواوس اکثره اسلامي هیوادونه عسکري او پرمختللي سامان الات له فرانسې اخلي هغه فرانسه چې یو وخت يې ساعت نه پېژانده

داهرڅه داسلامي امت بې پروايي او عصري علوموزده کړې ته نه پاملرنه ده

همدارنګه د عثماني خلافت په دوره کې چې خلیفه سلطان محمد فاتح ؤ، د اُوربان په نامه یوه مسلمان چې یو تکړه اهنګر ؤ چې یو داسې توپ جوړ کړ چې باروت به يې پکې استعمالول

کله چې مسلمانانو قسطنطینه محاصره کړه نو دقسطنطینې دیوالونو ته يې دا توپونه نصب کړل او وارونه يې پرې شروع کړل چې په نتیجه کې مسلمانانو قسطنطینه فتح کړه

او د اسلام بیرغ يې پرې رپاند کړ.

نو ای داسلامي امت ځوانانو! راځئ چې خپل تلل شوی عزمت

بېرته اعاده کړو، د دښمن په مقابل کې خپل ځانونه تیار کړو ترڅو په فکري او عسکري ډګر کې ددښمن مقابله وکړای شو.

 د یوه اسلامي نظام دحاکمیت په هیله!!

مربوطه مطالب

Back to top button