پاکستان: اسلام اباد اسلامي پوهنتون کې نښتې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون کې د زده کوونکو ترمنځ وسلواله نښته کې د طفيل په نوم یو زده کوونکی وژل شوی او ۲۹ نور ټپيان دي.
د اسلام اباد مرستیال کمشنر حفزه شفقات پېښه تائید کړې او په خپل ټوېټر يې لیکلي دي:
“امنیتي ځواکونو د پوهنتون د امنیت مسوولیت اخیستی او د حالت کنټرولولو لپاره له رېنجرز ځواکونو هم د مرستې غوښتنه شوې ده”.
د پاکستان د طبپوهنې انستیتیوت یوه ویاند ويلي چې د طفیل الرحمان په نوم د یوه زدکوونکي مړی هم روغتون ته ور وړل شوی دی.
د اسلامي جمعیت طلبه ګوند دعوه کړې چې وژل شوی د دوی د ګوند غړی دی. د دې ګوند غړو خواله رسنیو کې د وژل شوي انځورونه هم خپاره کړي دي.
د دې ګوند ویاند ‘راجه عمیر’ رسنيو ته ویلي چې طفیل د ګلګت بلتستان اوسېدنکی و او د اسلام اباد اسلامي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کولې.
که څه هم د پېښې اصلي انګېزه لا څرګنده نه ده؛ خو په ټولنيزو رسنيو کې يادې پيښې سخت غبرګونونه راپارولي دي.



