برتانيا کې ټاکنې دلومړي وزير محافظه کار ګوند ګټلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

برتانيا کې د تيرې ورځي د ټاکنو له لومړنیو پایلو ښکاري چې د لومړي “وزیر بورېس جانسن” په مشرۍ محافظه کاره ګوند به یو ځل بیا په واک کې پاتې شي.

که څه هم تراوسه د ولسي جرګې د ټولو څوکیو پایلې نه دي اعلان شوې، خو دراپورونو له مخې واکمن ګوند ۳۲۶ څوکۍ ګټلې دي.

د قانون له مخې د حکومت جوړولو لپاره باید یو ګوند لږ تر لږه ۳۲۶ څوکۍ ولري چې محافظه کار ګوند ياده شميره په اساني پوره کړي او نوی حکومت به جوړوي.

دا ګوند د انګلېنډ ټاکنیزه حوزه کې هم بریالی شو چې د لسګونو کلونو لپاره په کې “کارګر ګوند” برلاسی و.

د ۶۲۷ ټاکنیزو حوزو د پایلو له مخې، محافظه کار ګوند ۳۲۶ څوکۍ ګټلې دي.
کاګر ګوند له پنځوسو ډېرې څوکۍ له لاسه ورکړي او ۲۰۲ غړي یې پارلمان ته بریالي شوي دي.

د سکاټلنډ “ملي ګوند” ۴۶ څوکۍ او “لېبرل دیموکرات” ګوند یوازې ۹ څوکۍ ګټلې دي.

د لېبرل دیموکراټ ګوند مشر “جو سوینسن” له هغو مخکښو سياستوالو څخه دی چې خپله څوکۍ يې له لاسه ورکړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button