کابل ټکى کام (جمعه، ۲۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د قطر په پلازمینې دوحه کې د امریکايي او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرو کې د لنډې وقفې تر رامنځته کېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد نن جمعه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.
خبرپاڼه وايي، چې دواړو لورو په افغاستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر وروستیو مسئلو باندې خبرې اترې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې پاکستان د یو ګډ مسؤلیت له مخې د افغانستان په سوله کې له اخلاص نه همکاري کوي.
اعلامیه وايي، چې زلمي خلیلزاد شاه محمود قریشي ته په دوحه کې له طالبانو سره د روانې اونۍ د مذاکراتو په اړه هم معلومات ورکړي.
خیلزاد تیره شپه ناوخته په یو ټوېټ کې دباګرام برید غندنې ترڅنګ وویل چې خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته به یو ځل بیا مذاکرات پیل کړي.

















