زلمی خلیلزاد له پاکستان وروسته د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د افغان قضیې د حل لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان تر سفر وروسته بېرته د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی.

دوحه کې د طالبانو او متحده ایالاتو له مذاکراتو با خبره کسان وایي، چې زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره تر لېدنې وروسته تېره شپه بېرته دوحې ته رسیدلی.

سرچینې زیاتوي، په اغلب ګومان د سولې خبرې به روانه اونۍ بیا پیل شي او تمه ده چې داځل خبرې لنډې، مثمرې او برخلیک ټاکونکې وي.

خلیلزاد درې ورځې وړاندې په خپل ټوېټر ولیکل چې دواړه خواوې به له لنډې وقفې، او مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته بیا خبرې پیل کړي.

Related Articles

Back to top button