اين بي سي نيوز: ټرمپ راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د ۴زره امریکايي عسکرو ايستل اعلانوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۴، يکشنبه)

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ترمپ غواړي په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه د څلور زره امریکايي ځواکونو د ايستلو اعلان وکړي.

د اين بي سي نيوز ، په سپينه ماڼۍ د حکومتي سرچينو له قوله ليکلي چې ښايي ټرمپ راتلونکې اوونۍ دغه اعلان وکړي او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير راکم کړي.

تر دې مخکې هم د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ په خپلو ويناګانو کې ويلي و چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمير کموي او په تدريج سره به د امريکايي عسکرو د ايستلو لړۍ پيلوي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر تيره اوونۍ ويلي و که طالبانو سره د سولې موافقه ونه شي هم دوی به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير راکموي.

 تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو مامورينو ته په وار وار ويلي چې د ۲۰۲۰م کال مخکې بايد ټول عسکر له افغانستانه را وايستل شي.

د ټرمپ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ويلي، چې دا هر څه د ۲۰۲۰م کال د انتخاباتو لپاره ترسره کيږي چې ټرمپ غواړي یو ځل بيا ځان کانديد او دغه انتخاباتي وګټي.

په عين حال کې امریکا یو ځل بيا له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو پر سر خبرې روانې کړي او دا مهال طالبانو سره د امریکا استازی زلمی خليلزاد د قطر مرکز دوحه کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button