بلخ: د دولتي ځواکونو او نظام الدین قیصاري جنګیالیو ترمنځ نښته روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۴، یکشنبه)
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نظام الدين قیصاري او دولتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.
د بلخ د پوليسو مشر عادل شاه عادل وايي، د نظام الدين قيصادي کور له پرون ماسپښين راهيسې د پوليسو له خوا کلابند و او تيره شپه د هغه پر کور چې د ښار پنځمې حوزې عزيزاباد سيمه کې دی، عمليات پيل شول.
امنیتي چارواکي وايي، تر سهاره د قيصاري جنګياليو مقاومت وکړ او د عيني شاهدانو په وينا، لا هم په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې اوريدل کیږي.
د قيصاري د کور له شاوخوا سیمو خلکو خپل کورونه پريښې او دغه راز د یادې سيمې برېښنا هم پرې شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې نظام الدین قيصادي او هغه ته منسوب غير مسؤووله وسله وال په سيمه کې د بد امنۍ په خپرولو، د خلکو سره په زور زياتي، او له خلکو څخه په باج اخيستلو تورن شوی دی.
د پوليسو په وينا، عدلي او قضايي ارګانونو ورته د قيصاري د نيولو امر کړی دی.
د پيښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، په دغه نښتو کې پوليسو او د قيصاري وسله والو ته مرګ ژوبله او تلفات هم اوښتي خو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.
نظام الدين قيصاري تر دې مخکې هم له عامو خلکو سره په زور زياتي، د خلکو په تښتونو، قتلونو او نورو ناوړه کړنو تورن شوی و چې تير ۲۰۱۸م کال کې د دولتي ځواکونو له خوا ونيول شو او کابل ته ولېږدول شو، خو له څو مياشتو ځنډ وروسته بيرته خوشې او خپل عادي فعاليت يې پيل کړ.
نظام الدين قيصاري د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسيدونکی دی چې د دوستم له نږدې قوماندانانو بلل کيږي او ادعا کوي چې سلګونه اربکي مليشې لري.



