د نظامي قیصاري په کور دولتي چورلکو بمبار پیل کړ

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

‏بیګاه راهیسې دمزار شریف ښار کې د خپلسري قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات پیل شوي.

د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز په دې اړه وایي، ښايي دا عملیات د ملکي مرګ ژوبلې او ویجاړۍ د مخنیوي پخاطر تر سبا وغځېږي.

عملیاتو کې ګډون کونکي پولیس وايي، امکان لري د قیصاري کور کې ۱۵۰ وسله وال ځای پرځای شوي وي.

بلې خوا رسنیو تازه راپورونه ورکړي چې ماسپښین مهال د قیصاری پر کور د چورلکو عملیات پیل شول چې د نوموړي په کور ډزې او بمونه غورځوي.

قیصاري شمال کې په خپلسرو جګړییزو فعالیتو، غلاوو، دولت ضد اقداماتو، اختطاف او نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دی.نوموړی تیرکال نیوی شوی وو خو بیا بغیر له کومې محکمې ازاد کړل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button