کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د دستم پر مشرۍ د جنبش ګوند غړی او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال عنایت بابر فرهمند د نظام الدین قیصاري او امنیتي ځواکونو تر منځ د وروستي کړکېچ د هواري په موخه نن بلخ ته تللی دی.
ښاغلي فرهمند په بلخ هوایي ډګر کې خبریالانو ته ویلي چې دلته یې د سفر موخه د قیصاري او امنیتي ځواکونو ترمنځ د وروستي کړکېچ هواری دی.
خو قیصاري بیا پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:” دوستم او ملګرو یې ورته دسیسه جوړه کړې ده او تر مرګه به یې پر وړاندې مبارزه وکړي”.
د یادونې وړ ده، چې تازه راپورونه وایي د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې قيصاري وژل شوی دی؛ خو تراوسه پورې په خپلواکه توګه دا خبر نه دی تائید شوی.
















