قیصاري د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوی خو وسلوال یې لاهم مقاومت کوي

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

قوماندان نظام الدین قیصاري نیول شوی دی خو وسلوال یې لاهم حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د کابل ادارې د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ځواکونه یې د قیصاري په نیولو بریالي شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې د قیصاري د نیولو عملیاتو پرمهال ۲ سرتیري ټپیان شوي او د قیصاري درې کسان وژل شوي دي.

قیصاري له تیرې شپې راهیسې په خپل کور کې محاصره وو، نن له هوایي عملیاتو وروسته حکومتي ځواکونه وتوانیدل چې نوموړی ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button