قیصاري: که جګړه درول کیږي خبرو ته چمتو یم؛ کنه تر وروستۍ سلګۍ جګړه کوم

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

نظام الدین قیصاري د ده د تسلیمۍ په اړه نشر شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له حکومت سره خبرو ته چمتو دی خو که چېرته ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي نو تر اخري سلګۍ به وجنګیږي.

قیصاري دا څرګندونې په یوه ټلفوني اړیکه کې له خپل کلابند کور څخه رسنیو او خپلو خواخوږو ملګرو ته کړې دي.

هغه زیاته کړې، له تېرې شپې راهیسي یې له حکومتي ځواکونو سره پیل کړې نښته کې تر اوسه یو وسله وال وژل شوی دی.

دسیمې اوسېدونکي وایي، قیصاري نه وژل شوی، نه نیول شوی ده؛ شدید مقاومت کوي. دوی زیاتوي، عسکرو یې پر کور ۷ توغندي توغوي او هغوی هم په کلکه دفاعي جګړه لاس پورې کړی دی.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، د پولیسو ځانګړې قطعه د قیصاري د نیولو عملیاتو کې د ګډون په موخه بلخ ته رسېدلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button