سرچينه: اشرف غني عاطف مشعل د کرکټ بورډ له غړيتوبه لرې کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ارګ يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلی چې اشرف غني عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ له غړيتوب څخه لرې کړى دى. د سرچينې په خبره، چې ډېر ژر به د هغه پر ځاى بل کس وګمارل شي.

عاطف مشعل پخوا د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس و، چې اوسمهال په پاکستان کې د افغانستان سفير دى او ترڅنګ یې د کرکټ بورډ غړيتوب هم درلود.

د ښاغلي مشعل د ګوښه کېدو راپور داسې مهال ورکول کیږی، چې څه مهال وړانډې کرکټ بورډ اصغرافغان يوځل بيا د افغان لوبډلې کپتان مقرر کړ، چې د ځینو لوبغاړو سخت غبرګون یې راوپاراوه

مربوطه مطالب

Back to top button