ترکمنستان افغانستان کې د ټاپي پروژې د بيمې پرې کولو هوکړه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستاني رسنیو د خبر په اساس ترکمنستان هوکړه کړې چې که په افغانستان کې د جګړو او نا امنی له امله د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې ته احتمالي زیان ورسيږي نو لګښت به یې دوی پرې کوي.

پاکستان له دې امله چې د ترکمنستان له پولې د پاکستان تر خاورې پورې د افغانستان خاوره کې د ټاپي نللیکې د زیانمنېدو په صورت کې لګښت نه شي پرې کولی، نو له همدې امله ددغه پروژې کار ځنډېدلی و.

اوس چې ترکمنستاني چارواکو له پاکستاني لوري سره د هوکړې له مخې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې ته د احتمالي زیان پېښېدو له وجې د بيمې لګښت منلی، تمه کيږي چې په دې سره به د ټاپی پروژې کارونه چټک شي.

د يادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژې په تطبيق د طالبانو د واکمنی پرمهال هوکړه شوې وه، چې له مخې به يې له ترکمستان هيواد څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګاز نلليکه(پايپ لائن) وغځول شي. طالبانو هم د دې پروژې د امنیت په هکله ډاډ ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button