بغلان: ترافيکي پيښه کې درې تنه مړه او يو ژوبل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د راپورونو له مخې په بغلان ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او یو بل سخت ژوبل دی.

د ياد ولایت د چارواکو په وينا چې پېښه نن د بغلان ولايت د مرکز “پلخمري” ښار ته څيرمه د “بوغابي” سیمه کې د کابل- بغلان پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د بغلان د امنيې قومندانۍ ویاند رسنيو سره په خبرو کې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس او کرولا موټر ټکر وکړ.

د نوموړي په خبره د پېښې په قربانیانو کې یوه ښځه یو ماشوم او دوه سړي شامل دي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده. چې تل یې له امله دا ډول سترې فاجعې رامنځ ته کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button