د هند اصلي څېره نوره هم بربنډه شوه!!

انجنیر عمیر ویاړ

هند کې د مسلمانانو ضد قانون په وړاندې لاريونونه مخ په پراخېدو دي،

د هند محکمې څو ورځې وړاندې فيصله وکړه چې هند ته کډوال شوي مسلمانان نه شي کولی، د هند تابعيت واخلي خو هندوان او سيکان د تابعيت اخستلو حق لري.

له دې وروسته هند کې د مسلمانانو لخوا ستر لاريونونه په لاره واچول شول چې ويل کېږي ورځ تربلې پراخېږي،

د جنوبي اسيا د سياسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د مودي حکومت په راتګ سره د مسلمانانو ضد ګڼ شمېر اقداماتو د مسلمانانو کرکه او نفرت را پارولی دی او که هند کې د مسلمانانو پر ضد دا ډول کړنې  دوام وکړي نو کېدی شي د هندي مسلمانانو له خطرناک غبرګون سره مخ شي.

هندوستان هم د نورو اسلام دښمنه هېوادونو په څېر کله کله په خپل هېواد کې د مسلمانانو په خلاف قدم پورته کوي چې له جملې څخه يې يو هم مياشت وړاندې د بابري جومات ورانول ؤ او ځمکه يې د هندوييزم مذهبي مندر ته ورکړل شوه، دغه شان کله چې په افغانستان کې د طالبانو دحاکميت دوره وه او د مشرتابه له لوري ورته امر وشو چې په باميانو کې د بودایانو له لوري جوړ شوي بوتان مات کړي، نو هغه مهال هم هندوستان د دغو بوتانو د غچ په خاطر په خپل هېواد کې د مسلمانانو په خلاف ځينې اقدامات تر سره کړي وو، خو دا ځل هندوستان په لويه کچه د مسلمانانو پر ضد داسې پرېکړه کړې چې ګواکې مسلمانان د هندوستان تابعيت نشي اخيستلای.

مربوطه مطالب

Back to top button