د بخښنې سازمان: ایران کې لاهم د لاريون کوونکو ځپل دوام لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د بخښنې نړیوال سازمان يوځل بيا د ایران په حکومت تور لګولی چې د لاريون کوونکو د بې رحمانه ځپلو لړۍ ته يې دوام ورکړی.

دبخښنې نړيوال سازمان نن دوشنبه په يوه خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي چې د ایران حکومت هېواد کې د لاريونونو پر مهال ۳۰۴ تنه وژلي”دي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي. په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د “خپلواکو سرچينو” له خولې لیکلي دي چې له څو اونیو نا ارامیو وروسته د ایراني ځواکونو له خوا په کورونو او نورو ځایونو چاپې روانې دي چې په ترڅ کې يې په زرګونو کسان نیول شوي دي.

د ايران لپاره ددغه سازمان د څيړنې د څانګې مشر “فلیپ لوتر” وايي چې د عیني شاهدانو په خبره، د ایراني چارواکو له لوري د سلګونو مظاهره کوونکو له وژلو وروسته، هغوی د مظاهره کوونکو پراخ ځپل پیل کړي.”

دی وایي چې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او زده کوونکي شامل دي. د دوی د نیولو هدف د ده په خبره دا دی چې بیا لپاره د ایران “د ځپونکي رژیم پر ضد څوک خبره ونکړی شي.”

د يادونې وړده چې ايراني چارواکو د بخښنې دنړيوال سازمان د وروستۍ ادعا په اړه څه نه دي ويلي؛ خو مخکې يې دا ډول ادعاوي “درواغ” بللي دي.

تېره میاشت زرګونو کسانو په ايران کې د تیلو د بېو د لوړېدو پر ضد لاريونونه وکړل. هغه مهال ایراني چارواکو په امريکا، سعودي او اسرائيلو تور لګولی و چې د لاريون تر شا د دوی لاس و.

مربوطه مطالب

Back to top button