فليپین: د تېرې ورځې زلزله کې د وژل شویو شمېر ۷ ته رسېدلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د فلیپیني رسنیو د راپور له مخې په دې هېواد کې وروستۍ زلزله کې د وژل شويو کسانو شمېر اوو تنو ته لوړ شوی دی.
پرون د دې هېواد جنوب کې د میندانایو جزیره د ريښتر په کچه ۶.۸ زورورې زلزلې ولړزوله چې له امله یې ګڼې ودانۍ ویجاړې او خلکو ته یې د ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم واړول.
تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د دې زلزلې له امله یوازې دوه شپږ کلن ماشومان وژل شوي دي؛ خو د ژغورنې تر عملیاتو وروسته نن چارواکو خبر ورکړ، چې د دې زلزلې د قربانیانو شمېر اوو تنو ته رسېدلی دی.
د چارواکو په خبره، په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او ويره ده، چې د قربانيانو شمېر تردې هم لوړ شي.



