پاکستاني پوځ د پروېز مشرف په اړه د محکمې پرېکړه وغندله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
پاکستاني پوځ خپل پخواني مشر او د هيواد پخواني ولسمشر پرویز مشرف ته د قانون ماتونې او غدارۍ په تور د محکمې له لوري د مرګ سزا وغندله او په وينا يې پرویز مشرف د هیواد خدمت کړی دی او هغه غدار نشي کیدلی.
د پوځ مطبوعاتو څانګې په خپل رسمي ټوېټر خپور کړي بیان کې زیاته کړې، چې د ځانګړې محکمې پرېکړې د پوځ په ليکو کې “درد او غصه” راوپارولې ده.
بيان کې د محکمې په اړه ویل شوي، چې محکمې له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې ده او پرویز مشرف ته یې له ځان څخه د دفاع فرصت نه دی ورکړی او په بېړه یې کړې ده.
د یادونې و ده، چې په ۲۰۱۳م کال کې د مسلم ليک (ن) د واکمنۍ پر مهال د مشرف د قيضيې څيړلو لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې نن سه شنبه پروېزمشرف ته د قانون ماتونې او غدارۍ په تور د مرګ سزا واوروله.



