غور: د دولتي ځواکونو عملیاتو له کبله څلويښت کورونه ويجاړ، اته سوه کورنۍ بې ځايه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۷، چهارشنبه)

د غور ولايت د دولتيار ولسوالۍ ولسوال موسی کليم وايي، د دولتي ځواکونو د عملياتو له کبله اته سوه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه شوي چې اوس په ډير بد حالت کې دي.

د ولسوال په وينا، دغه کورنۍ د يادې ولسوالۍ مربوط له سمک سيمې څخه له تيرو پنځو ورځو راهيسې بې ځايه شوي چې ځينې يې د ولسوالۍ مرکز او یو شمير نور يې شاوخوا سیمو ته تللي دي.

نوموړی زياتوي، دغه کورنۍ چې تعداد يې اته سوه ته رسيږي د دولتي ځواکونو د عملیاتو د وحشت له ويرې خپل کورونه پريښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د ولسوال په وينا، د ډير خلکو کورونه، لرګي او فصلونه سوځيدلي چې عاجلې مرستې ته اړتيا لري.

دغه راز د سیمې اوسيدونکي وايي، چې وړمه شپه يې پر کورونو جنګي الوتکو بمبار کړی چې له کبله يې څلويښت کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ميرزاجان په نوم د دولتيار یو اوسيدونکی وايي، په دغه بمبارۍ کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عین حال کې د ولايتي شورا غړی عبدالحميد ناطقي وايي، که بې ځايه شويو خلکو سره بيړنۍ مرستې ونه شي نو د یخنۍ له کبله به يې د ډيرو تلفاتو شاهدان و اوسو.

Related Articles

Back to top button