امریکايي سناتور: د افغان جګړې درواغ ويونکي کسان دې، اولس ته وضاحت ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۷، چهارشنبه)

د امریکا جمهوري پلوه سناتور راندپال وايي، چې د افغان جګړې په اړه درواغ ویونکو جنايت کړی او بايد په دې اړه اولس ته وضاحت ورکړي.

سناتور راندپال وايي، امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خونړۍ جګړې په اړه خلکو ته درواغ ويلي، اتلس کاله يې جګړه وکړه، ميلياردونه ډالره يې ولګول، زرګونه سرتيري يې هلته ولېږل خو امریکايي اولس ته يې په دې اړه رښتيا د معلومات نه دي ورکړي چې هلته څه روان دي، دوی ولې افغانستان ته تللي.

د راندپال په خبره، امریکايي چارواکي بايد د افغانستان جګړې په اړه اولس ته وضاحت ورکړي او د دغه جګړې د پای ته رسولو په اړه بايد عملي ګامونه پورته کړي.

په عين حال کې  د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکي، چې د افغانستان جګړې په اړه درواغو وحشیانه پايلې لرلې او چارواکو، جنرالانو، ولسمشرانو، ديپلوماتانو او پوځي افسرانو په خپلو درواغو سره خلک دوکه کړي دي.

په مطلب کې راغلي، دغه جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول، ميلياردونه ډالره پرې ولګول شول او بايد د دغه جګړې درواغ ويونکي چارواکي يې اولس ته ځواب ورکړي.

Related Articles

Back to top button