د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۷، چهارشنبه)
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تر لنډ ځنډ وروسته یو ځل بيا کابل ته راغلی دی.
ويل کيږي، نوموړی به د سولې اړوند خبرو په تړاو له چارواکو او سياستوالو سره کتنې وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي کابل ته د خليلزاد راتګ تاييد کړی خو په اړه ډير جزيات نه دي ورکړي.
د افغانستان او سيمې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تيره اوونۍ هم د کابل او پاکستان څخه لیدنه وکړه او له هغې وروسته قطر ته ستون شو.
زلمي خليلزاد او ورسره امریکايي پلاوي دا مهال په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان جګړې ختمولو او امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر خبرې روانې کړي دي.



