(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۷، چهارشنبه)
د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د ګدو ځواکونو د عملياتو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي ده.
تيره شپه ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط په نکړخيلو سيمه کې عملیات کړي چې د ځايي اوسيدونکو په وینا، د يوه کلينيک په ګډون ګڼ کورونه يې ویجاړ کړي دي.
د نکړخيلو یوه اوسيدونکي نعيم جان کابل ټکی کام ته وويل، چې ګډو ځواکونو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي او د پلټنو پر مهال يې قيمتي مالونه او پيسې هم له خلکو وړي دي.
دغه راز په دغه عملياتو کې د نعمت او لونګ په نوم د دوو تنو ملکيانو د وژل کيدو راپورونو هم ورکول شوي دي.
ګډو ځواکونو په وروستيو کې يو ځل بيا شپني عملیات زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي خلک په نښه کېږي او هغوی ته پکې مالي او ځاني زيانونه اوړي.


















