(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۷، چهارشنبه)
د افغانستان د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، لا هم د نا امنۍ او بېکارۍ له کبله ګڼ افغانان له خپل هيواده په تېښته دي.
د بلخي په وينا، په هيواد کې د شته نا امنيو او بېکارۍ له امله ډيری افغانان له خپل هيواده په تېښته دي.
نوموړي په کابل کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتنه وکړه، تر څو چې د سولې خبرې يوې پايلې ته رسيږي بايد د هغوی د بېرته ستنيدو په پريکړو کې دې بيړه نه کوي.
بلخي دغه راز وويل، د روان ۲۰۱۹م کال له لومړيو مياشتو څخه ۲۱۸زره او ۶۰۲ تنه کډوال خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي خو په وينا يې ۹۵ زره کورنۍ د ژمي له سړې هوا سره مخ دي او بيړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ۶.۵ ميليون مهاجر په پاکستا او ايران کې زندګي کوي او له تيرو پنځو کلونو راهيسې د څلور ميليونو په شاوخوا کې کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزيرپه داسې حال کې د نا امنۍ او بېکارۍ له کبله د افغانانو د تيښتې خبره کوي چې له تيرو څو کلونو راهيسې لسګونه زره افغانان په هيواد کې د فقر، بېکارۍ او نا امنۍ له کبله په قاچاقي او سختو لارو اروپايي هيوادونو ته ځي چې ډيری يې په لاور کې د غلو، پوليسو او قاچاقبرانو د ظلمو او د لارې د سختو مزلونو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.


















