لیبیا: خلکو له طرابلس دفاع ته چمتوالی وښود

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د لیبیا د پلازمینې “طرابلس” څخه د دفاع په خاطر خلکو د مرکزي حکومت ملاتړ اعلان کړی او د پلازمينې طرابلس د ساتنې ژمنه يې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د حکومت مخالف جنرال “خلیفه” حفتر ځواکونو په پلازمینه طرابلس کې په حکومتي او ملکي اهدافو د توغندیو بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه پورې راپور نه دی ورکړل شوی.

د لیبیا دولتي تلويزون ويلي چې حکومتي ځواکونو د طرابلس په سویل کې د “الیرموک” په سیمه کې د حفتر اړوند په مهماتو بار یو موټر له منځه وړی دی.

د يادونې وړده چې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر د لیبیا په ختیځ کې وسله والو ډلو ته د پلازمینې طرابلس د نیولو په خاطر د اپریل په څلورمه د ستر برید د پیلولو امر کړی و.

تېره اونۍ پخواني ولسمشر معمر قذافي ته وفادار جنرال خلیفه حفتر یو ځل بیا په پلازمينه طرابلس د ستر بريد امر ورکړ.

چې په مقابل کې يې خلکو له پلازمينې طرابلس څخه دفاع ته چمتوالی وښود.

مربوطه مطالب

Back to top button