فلسطين:اسرائيلي الوتکو يو ځل بیا په غزې بريدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې ښار په لويدیځ کې د حماس دجهادي غورځنګ په یو پوځي مرکز هوايي بریدونه کړي دي.

د فلسطیني رسنيو د راپورونو له مخې د اسرائيلي اشغالګرو الوتکو دغزې په تړانګه کې دحماس دجهادي غورځنګ په یو پوځي هدف ۵ توغندي ويشتلی چې اور پکې لګېدلی دی.

په دغو بريدونو کې تراوسه دمرګ ژوبلې په اړه راپور نه دې ورکړل شوي.

داسرائيلي اشغالګرو د بريدونو په غبرګون کې نن سهار له غزې نه یو توغندی د ورڅېرمه یهودي مېشت ځایونو پر لورې توغول شوی چې د زیانونو په اړه يې څه نه دي ویل شوي.

ديادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د فلسطیني جهاديانو او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ د تاوتريخوالې پېښې ډېرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button