کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن پنجشنبه(دسمبر۱۹) د نړۍ په کچه مسلمانانو ته د ورپېښو ستونزو او کړاوونو په اړه د بحث لپاره د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور کې د ۲۲ اسلامي هېوادونو څلور ورځنۍ غونډه نن پيل شوه.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د کولامپور په غوڼډه کې د وينا پر مهال وويل:” اسلامي نړۍ د ټولې دنيا ۵۰ فيصده تېل او ۵۸ فيصده ګاز لري، خو بیا هم تر ټولو ډېره بېوزله ده، موږ دلته سره راټول شوي یو چې دې حالت ته نور د پای ټکی کېږو.”
نوموړي زياته کړه: “دا ناممکنه ده چې مونږ د نړۍ ۱.۷ مليارده مسلمانانو برخليک د نړۍ ۵ ځواکمنو هېوادونو (امنيت شورا) ته پرېږدو، چې هغوی زمونږ په اړه هره فيصله کوي هغه به منو.
د پاکستان لومړی وزير عمران خان چې د دې غونډې د جوړېدو په اصلي طراحانو کې و، د سعودي او اماراتو د فشار له امله په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي حواله ليکلي، چې د سعودي او اماراتو د اعراض له امله اسلام اباد په دغه ناسته کې ګډون نه کوي.
د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دی، چې د ماليزيا په کوربه توب له نننۍ غونډې سره د سعودي او متحده عربي اماراتو د مخالفت لامل دا دی چې دوی ته دا ناسته د اسلامي همکاريو د سازمان د بدیل په توګه ښکاري.
ماليزيا، چې د دې غونډې کوربه ده، ياده غونډه کې د ګونډون لپاره يې ۵۶ اسلامي هيوادونو ته بلنه ورکړې وه، چې يوازې ۲۲ هيوادونو دا بلنه منلې ده.

















