(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۸، پنجشنبه)
د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د دوو قوماندانانو په شمول اوولس تنه محلي پوليس طالبانو سره یوځای شوي دي.
د دولت د محلي پوليسو اړوند دغه قوماندانان تيره ورځ طالبانو ته اوښتي او له خپلو ځانونو سره يې وسلې او مهمات هم وروړي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د یادو کسانو انځورونه خپاره کړي ليکي:” تیره ورځ د بدخشان راغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د۲ قومندانانو(عظیم او اسماعیل)په شمول د کابل ادارې ۱۷ پولیس او اربکیان له خپلو دندو لاس په سر او له ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره مجاهدینو ته راغلل. دجلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل “.
په وروستيو کې په دولتي ليکو کې طالبانو ته د تسليمۍ لړۍ توندۍ شوې چې له کبله يې هره مياشت لسګونه عسکر، پوليس او پوځي منسوبين طالبانو ته تسليميږي.
د شنونکو په باور، په دولت، چارواکو او بې باوري، تنخواګانې پر وخت نه ورکول او پوځي ليکو ته نه پاملرنه د دې لامل شوي چې زرګونه عسکر له خپلو دندو تيښته وکړي او سلګونه نور يې د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

















