ليکوال: روښان دريځ
د (وطن مينه) دا لفظ له ډيرو خولو اورو، ډيرو سياسيونو له دې او دې ته ورته شعارونو ګټه اخيستې ده، ډير ادعا لري چې له وطن سره بې کچې مينه لري او د وطن د ابادۍ او وطنوالو د هوساينې لپاره هرې قربانۍ ته اماده دي، مګر تجربه مو کړه چې دا خبرې يې د زړه غږ نه دی، بلکې د ژبې پر سر دي. ډير کم دي چې له وطن سره واقعي مينه لري او په هيوادوالو يې زړه درديږي، چې يو له هغو نه د طالب په نوم معاصر مجاهدين دي، چې له دين، وطن او هيوادوالو سره د مينې ادعا يې الفاظ نه، بلکې عمل دی.
دوی په ځلونو دا مينه ثابته کړې ده، که يې کشر دی او که مشر، د عمل په ميدان کې يې د دې مينې اثبات ولس ته وړاندې کړی دی، همدا وجه ده چې ولس په خپله غيږه کې ځای ورکړی، بلکې د ولس او دوی دواړو خوښي او غم او حتی ټول ژوند دومره سره ګډ شوي دي چې تفکيک يې ګران دی؛ ځکه خو يې نن سبا د اشغالګرو ملګری دولت هم بې له کوم توپيره په نښه کوي، وژني يې او مالي او ځاني زيانونه ورته اړوي او د مقابلې لپاره يې د هيڅ ډول حربې له استعماله دريغ نه کوي.
د طالباني پديدې راپنځېدل هم د دين، هيواد او ملت له رښتينې مينې سرچينه اخلي. دا تحريک هغه مهال راښکاره شو او په فعاليت يې پيل وکړ، چې هم د وطن خير او ګټې ليلام شوې وې، هم د ولس په سرونو چپه ميچنې چلېدلې او هم ديني او ملي ارزښتونه او مقدسات له پښو لاندې شوي و. همدا وجه وه چې د ولس لخوا يې پراخ هرکلی وشو او د توقع خلاپ پرمختګونه يې وکړل، چې په نتېجه کې يې داسې مثالي پر امن نظام حاکم شو، چې تر ننه يې افغان ولس په يادولو ژبې ټکوي او د ژوند لوی ارمان يې د دغسې نظام بيا ليدل دي.
له ۲۰۰۱ ميلادي کال راوروسته چې د امريکا تر مشرۍ لاندې نژدې ۵۰ هيوادونو د همدې اسلامي نظام د انهدام او د هيواد د مستعمره کولو په هدف يرغل وکړ، همدا طالبان يې په وړاندې ودرېدل او دا دی تقريباً ۲۰ کاله يې ورسره مبارزه وکړه.
که طالب او له اسلام، وطن او ولس سره رښتينې مينه نه وای، يقين دی چې د دې تحريک له راپورته کېدو وړاندې وضعيت ارمان به مو کړی وای. هغه مهال په هيواد کې سلګونه خپلسري قومندانان موجود و، چې هر چا پخپل سر نادودي کولې، خو دا ځل د هماغو نادودو او نارواوو لپاره په پوره نظم او انسجام کار پيل شوی و، چې طالب يې مخه ډب کړه او ولس ورسره په دې کار کې پوره ونډه واخيستله.
که پخوا غلا او رشوت عام و او يو چا به فساد ته مخه کړې وه، خو اوس له لويه سره د حکومت تشکيل د همدې کارونو لپاره شوی دی. که هغه مهال زنا او فحشا د مخصوصو ډلو او اشخاصو لخوا کېدلې او دې کارونو ته خلک تشويقيدل، مګر دا ځل د ۵۰ هيوادونو د نظامي او مادي ځواک په زور د دې ناروا اعمالو لپاره بشپړ حکومت جوړ شو او همدا يې کليدي دنده شوه.
که هغه مهال يو ځانګړي فکر د ديني او ملي ارزښتونو او افغاني کلتور او فرهنګ بدلولو ته مټې رابډ وهلې وې، د اشغالګرو له راتګ سره دې کار ته منظم پلان جوړ شو او دې کار ته اصل کار وويل شو.
د دې ټولو ناخوالو او بدمرغيو په مقابل کې چې ودرېد، اشغالګر او د هغوی کورني بې وجدانه ملګري يې د خپلو شومو پلانونو تطبيق ته پرېنښودل، هغه يوازې او يوازې د طالب په نوم معاصر جهادي خوځښت دی.
د داعش په نوم پديده تقويه کول هم د اشغالګرو او د هغوی د کورنيو ملګرو له لوري په هيواد کې د تشنج، يرغلګرې امريکا ته د اوږدمهالي حضور د بهانې پيدا کولو او د افغان ملت تر منځ د اختلافاتو او جنګ جګړو دائمي کولو په مقصد انجام شول، مګر د طالب حرکت مقابلې يې ګړندي تحرکات سست او بلاخره يې دا بدمرغه پديده له منځه يوړه او په اصطلاح د اشغالګرو پلان يې په نطفه کې خنثی کړ.
دا او ډير نور مثالونه له هيواد، ملت او اسلامي دين سره د طالب رښتينې مينه ثابتوي، چې په سبب يې موږ نن د يو آزاد، استقلال خوښونکي، غيور او مجاهد ملت په نوم پېژندل کيږو.
نو بناءً، که طالب نه وي، نه به مو وطن د يو ازاد هيواد په نوم ياد شي، نه به مو ملت خپلواکي او استقلال ولري او نه به مو ارزښتونه او مقدسات له پرديو داړه مارانو خوندي پاتې شي؛ ځکه خو بايد هميش دا دعا په خوله ولرو چې:
طالبه ورانه مه شه ستا د وطن مينه
پاي

















