کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
هالنډي رسنۍ د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکوي چې د ياد هيواد يوې محکمې پريکړه کړې چې يو شمير هغو افغان ژباړونکو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې دی.
د هالنډ د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دوی هغه کسانو ته د پنا ورکولو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې یې د دوی له سرتېرو سره ماموریت مخ ته وړی دی او د ژباړن په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې له ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ یې په اروزګان کې د یاد هېواد له سرتېرو سره دجنګي ماموريت په مهال دنده ترسره کړې ده.
ديادونې وړ ده چې تيره اونۍ امريکا هم ۴۰۰۰ هغو افغان ترجمانانو ته د پنا ورکولو پريکړه کړې وه چې په افغان امريکايي جګړه کې يې د امريکايي پوځيانو سره کار کړي و.
هالنډ دا پرېکړه داسې مهال کوي، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په سر د طالبانو او امريکا ترمنځ په قطر کې لس پړاوه خبرې شوي دي او يوولسم پړاو ته تياری نيول کيږي او داسې هيلې دي، چې داځل به له افغانستانه د بهرنيو ځکواکونو په وتولو يوه توافق موافقه وشي.
















