سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغان عسکر که افغان غلامان؟!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 19, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
15
ځلې شریک شوی
193
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: حماد نیازی

افغانستان هم لکه د نورې نړۍ په څېر عسکر او اردو لري، هغه عسکر چې کابل حکومت یې وطن ساتونکي بولي خو طالبان ورته غلامان وایي، ملي اردو ته اجیره اردو او عسکرو ته اجیر عسکر وایي. په دې لیکنه کې د افغان عسکرو پر عسکرتوب او غلامي غږیږو.
عسکر یو مقدس نوم دی، هغه پیاوړي ځواک ته ویل کیږي، چې د یو قوم له لوري د خپلو ارزښتونو د ساتلو لپاره جوړېږي او عسکر هغه مقدسه ډله ده، چې د سر په قرباني کولو سره له خپلو خلکو، خپلې خاورې، خپل دین او نورو ارزښتونو دفاع کوي.
که د عسکرو تعريف ته وګورو نو فعلا چې د افغان عسکرو په نوم کوم ځواک شتون لري ، هغوی ته عسکر نشو ویلای:
۱_ ځکه چې دا ځواک د خپلو خلکو له لوري نه بلکې د اشغالګرو له لوري جوړ شو.
کله چې د طالبانو اسلامي حکومت د امریکایانو له لوري ړنګ شو او هیواد اشغال شو، هغه مهال د شته عسکرو او اردو هیڅ نښه نه وه، افغانستان منظم عسکر او اردو نه لرله، د هیواد د اشغال روسته اشغالګرو عسکر جوړ کړل، روزنه یې ورکړه، وسلې یې ورکړې، پوځي موټر او ټول پوځي تجهیزات یې ورکړل.
له ۲۰۰۱ نه تر همدا نن ورځې پورې د ټولو عسکرو معاش امریکایان ورکوي، ټول پوځي تجهیزات یې د امریکایانو له لوري دي، آن تر دې چې کابل حکومت خپلو عسکرو ته په دې اتلس کاله کې د (((یوه پوچک))) ورکول هم نشي ثابتولای، دا ځکه وسلې په قرارداد اخیستل کیږي او تر دې دمه کابل حکومت له هیڅ کوم هیواد سره د وسلو د پلور قرارداد نه لري؛ بلکې دا ټولې وسلې، ټول پوځي تجهیزات، ټول پوځي موټر، ټولې پوځي الوتکې او هرڅه د امریکایانو او نورو هغو هیوادونو له لوري افغان عسکرو ته ورکړل شوي دي د کومو هیوادونو د گټو لپاره چې هغوی جگړه کوي.
عسکر د بهرني اشغال د دفعه کولو لپاره جوړېږي، د عسکرو دنده دا وي چې خپل هیواد د پرديو پوځونو له اشغال او ولکې وساتي، د نړۍ تاریخ کې د هر هیواد او هر قوم عسکرو د پردیو عسکرو د اشغال پر ضد جګړې کړې دې.
هر قوم تاریخ لري، هر هیواد تاریخ لري، تاسو تاريخونه وګورئ! تاریخ کې هغه عسکر چې د پردیو پوځونو او بهرني اشغال پر ضد جنگېدلي وي، ستایل شوي دي، ميړني بلل شوي دي خو کومو عسکرو چې د بهرني اشغال پر ضد په مېړانه جګړه نه وي کړې یا ورته تسلیم شوي دي نو تاریخ ملامت کړي دي د خیانت کونکو او جاسوسانو په نوم یې ثبت کړي دي.
بناء هیڅکله هغه ځواک ته عسکر نشي ویل کیدلای چې د اشغالګرو پوځونو له لوري جوړ شي، که بیا ورته عسکر وایو نو افغان عسکر ورته نشو ویلای، دا ځکه د اشغالګرو له لوري جوړ شوی پوځ د هیواد د ارزښتونو پر ځای د اشغالګرو ګټو او ارزښتونو ته ژمن وي، فارسي متل دی: هر که نان می دهد، فرمان می دهد، هغه څه چې د عسکر له تعریف سره په څرګند ډول ټکر لري.
۲_ عسکر هغه ځواک ته ویل چې د خپل قوم او خپل دین په روحیه وروزل شي، تر څو خپل ارزښتونه تشخيص او له خپلو ارزښتونو نه دفاع وکړای شي.
هغه عسکر مجرم ګڼل کیږي چې له پردیو استخباراتو او پردي پوځ سره اړيكې ولري، په پوځي قوانينو کې د هغه چا لپاره درنه سزا شتون لري، کوم څوک چې له بهرنیو استخباراتو او بهرني پوځ سره اړیکې ولري، آن تر دې پوري چې په مرګ محكومېږي او اعدامیږي.
متاسفانه زموږ هیواد کې د اشغالګرو له لوري اصتلاحات او تعریفونه هم بدل شول، پخوا چې به یې چاته جاسوس او غلام وایه نن ورته عسکر وایي.
د جاسوس تعریف دا دی چې د مادي او غیر مادي امتيازاتو په بدل کې پردیو ته کار وکړي، غلام همدې ته ویل کیږي چې د خپلو ارزښتونو پر ضد د پردیو ترڅنګ ودريږي، آیا فعلي عسکر شپه او ورځ د امریکایانو په خدمت کې نه دې بوخت؟
آیا دوی د خپلو ارزښتونو پر ضد نه جنګیږي؟
كوم داسې ارزښت مو پاتې دی چې د اشغالګرو له لوري دې په دې اتلس کاله کې پایمال شوی نه وي؟ آیا تر اوسه په همدې ارزښتونو افغان عسکرو عکس العمل ښودلی دی.
دلته د وطن ساتنې کیسې دروغ دي، دا خلګ وطن له خپلو وطنوالو ساتي او د خپلو خلګو پر ځای د پرديو پوځونو دفاع کوي.
ټول افغانستان کې د اشغالګرو پوځونو داسې اډه شته چې شاوخوا ترې افغاني عسکرو کړۍ نه وې جوړه کړې؟!
په دې اتلس کاله کې د افغان عسکرو یو داسې عملیات ښودلای شئ چې د اشغالګرو پر کوم کمپ دې ترسره شوې وي؟ دلته خو که عملیات کیږي د افغانانو پر ضد کیږي، که چاپې وهل کیږي د افغانانو پر کورونو وهل کیږي، که زندانونه جوړ دي نو د افغانانو د شكنجه کولو لپاره جوړ شوي دي.
دلته هر هغه څوک مجرم دی چې د اشغالګرو پر ضد جګړه کوي، دلته هر هغه څوک مجرم دی چې له افغاني ارزښتونو، وطن او دین نه دفاع کوي.
نورو هیوادونو کې عسکر د خپلو خلګو په مینځ کې بې وسلې ګرځي، پوځي تجهیزات، سپکې او درنې وسلې یا خو په پوځي مرکزونو کې وي یا هم پر سرحدونو باندې وي، خو افغانستان کې افغان عسکر د بهرنیو پوځونو په کمپونو کې بې وسلې ګرځي بلکې د وسلې ګرځولو اجازه نه ورکول کیږي، عسکر خو څه چې آن وزیرانو او جنرالانو ته هم اجازه نشته چې د بهرنيو پوځونو کمپونو ته وړه یا ستره وسله یوسي.
دلته عسکر هغه وخت ګوته پر ماشه ولاړ یې کله چې یې د ټوپک شپيلۍ د خپلو خلکو لورته وي.
دلته هیڅ عسکر هم د خپلو خلګو مینځ کې بې وسلې نشي ګرځېدلای، دلته د هر قومندان دومره ساتونکي وي چې نوره نړۍ کې د یو ولسمشر لپاره هم دومره ساتونکي نه وي مقرر شوي.
دلته عسکر، قومندانان، جنرالان او د نظام هر غړی یواځې له خپلو خلکو ډارېږي، دا اتلس کاله چې جګړه وشوه، یواځې افغانانو د دې خلکو پر ضد وكړه.
جګړه ځکه کوي چې دا عسکر که څه هم د رسنیو له لوري د افغان عسکرو په نوم ياديږي، که څه هم نوم یې ورته بدل کړی، خو ولس پوهېږي چې دوی غلامان دې، تربیه شوي غلامان، داسې غلامان چې یواځې او یواځې امريکايي ګټو ته ژمن دي، او دا جګړه به تر هغو روانه وي ترڅو چې دلته امریکا ماتې نه وې خوړلې.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

۳_ افغان عسکر د اشغال د تمديد سبب شول، که افغان عسکر نه وای او جګړه ټوله د اشغالګرو پر غاړه وای، هیڅکله به اشغال دغومره دوام نه وای کړی، دلته د اشغالګرو لپاره د افغان عسکرو په نوم ځواک خپلې سینې سپر وګرځولې هغه مرمۍ چې د اشغالګرو پر سینه به لګېدلې اوس د افغان عسکرو په سینو کې یخیږي، ډېر تلفات دوی ته اوړي او د یو څو ډالرو په بدل کې اشغالګرو تر ډېره د خپلو عسکرو ساتنه کړې ده چې په بدل کې یې افغان عسکر وژل کیږي.

۴_ د اشرف غني هغه خبره به مو یاده وي چې خپلو عسکرو ته په خطاب کې وایي چې ستاسو له برکته په واشنګټن او نیویارک کې چاودنه نه ده شوې؛ ستاسو له برکته نړیوال امنیت خوندي دی.
د اشرف غني په څیر د کابل حکومت ګڼو چارواکو په بیلابیلو وختونو کې په زغرده ويلي چې د نړیوالو لپاره جګړه کوي.
دا اعترافونه د دې څرګندوی دې چې افغان عسکرو ته عسکر ځکه نشو ویلای چې د خپلو ګټو لپاره نه بلکې د پردیو ګټو لپاره نه جنګیږي، دوی عسکر نه اجرتي قاتلان دي.
هغه څوك چې د پردیو ګټو لپاره جګړه کوي، غلام بلل کیږي.
خو له بله اړخه دا خبرې دروغ دې، دوی چې افغانان وژني، په کلیو او بانډو کې پر عامو افغانانو باندې بې دریغه وحشت کوي، هیڅکله دا مظلوم خلګ د نیویارک او واشنګټن امنیت ته خطر نه دې، آن طالبان لا د امریکا امنیت ته خطر نه دي، طالبان دفاعي جګړه کوي او جګړې ته مجبور دې، په هغه کچه کې نه دې چې د امریکا امنیت ته خطر ورسوي. نه یې تګلاره دا ده چې امریکا ته به خطر رسوي، دوی یواځې غواړي خپل هیواد ازاد کړي او اسلام نظام پلی کړي، هغه څه چې خپل حق یې جوړېږي.

۵_ اتلس کاله کې چې اشغالګرو څومره وحشتونه ترسره کړل، زمینه ورته افغان عسکرو برابره کړې.
دلته هر بمبار د افغان عسکرو او جاسوسانو په کوردینات سره ترسره شوی، دلته هر بم د یو افغان پر کور له جاسوسۍ روسته لوېدلی دی، دلته هره چاپه د افغان عسکرو په مرستې سره ترسره شوې، دلته چې د هر افغان عزت لوټل شوی دی، د همدې غلامانو پر وړاندې لوټل شوی، دلته چې څومره خلک شكنجه شوي نو د همدې غلامانو په جاسوسۍ شكنجه شوي، یا دوی خپله شكنجه كړي، بلکې افغان عسکر تر اشغالګرو هم د افغانانو په شكنجه کولو، وژلو او زنداني کولو کې وړاندي دې، دا خبره دومره ښکاره ده چې دليل ویلو ته یې لا اړتیا نشته، هیڅوک هم ترې انکار نشي کولای.

همداراز لسګونه نور دلایل هم شته چې د افغان عسکرو غلامي ثابتوي، بدبختانه باید ووایو چې افغانستان فعلا هیڅ عسکر او اردو نه لري، کومو ته چې عسکر ویل کیږي، هغوی تش په نوم عسکر دې، عسکري یوه مقدسه دنده چې د غلام لپاره یې کارول جرم دې.
که موږ عسکر لرلای د افغانانو په عزتونو او مقدساتو به اشغالګرو ملنډې نه وهلای.
موږ ته راپېښه له همدې غلامانو ده، افغانان به هغه وخت د عزت ژوند ولري او د ارام ساه به واخلي کله چې له اشغالګرو او د هغوی له غلامانو ازاد شي.
د عسکرو په نوم غلامان دې، لږ سر په ګریوان کې دننه کړي! په تشو شعارونو دې نه غولیږي او د خپلو خلکو له دښمنۍ دې لاس واخلي، د دې پر ځای چې د خپلو افغانانو سینې سورۍ کړي، د ټوپکونو شپيلۍ باید د اشغالګرو پر لور واړوي، د هغوی په سینو کې مرمۍ یخې کړې او په رښتيا ځانونه افغان عسکر او اتلان ثابت کړي؛ کنه وې نو یوه ورځ داسې هم راتلونکې ده چې باداران به یې تښتي او دوی به د افغان ولس رحم ته پاتې کیږي!!

لوی ټکي: افغانعسکرغلامانکه افغان
مخکینې مطلب

هالنډ يو شميرافغان ژباړونکو ته پنا ورکوي

بل مطلب

سعودي عربستان: پوليسو اتيا پاکستاني کارګر نيولي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com