کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د سعوي عربستان امنيتي چارواکو رسنيو سره په خبرو کې ويلې چې د مکې معظمې ښار ته ورڅيرمه په غرنو کې يې اتيا پاکستاني کارګر نيولي دي.
چارواکي زياتوي چې دغه اتيا پاکستانيان يې په داسې حال کې نيولي چې په غير قانوني ډول د قاچاق له لارو سعودي عربستان ته ورغلي وه.
سعودي رسنۍ د پوليسو دچارواکو په حواله وايي چې پوليس هغه وخت په دغو ناقانونه راغلو پاکستاني وګړو خبر شول چې په خپل منځ کې يې شخړي او جکړي رامنځته شوې.
دچارواکو په خبره چې دغو پاکستانيانو په غرنو کې له بوټو څخه د سر پنا لپاره کورنه هم جوړ کړي وه چې اوس پولیسو نړولي.
















