د افغان اوږدې غميزې مؤسسين څوک دي؟؟
غورځنګ
په افغانستان کې تقريباً څه باندې درې يا څلور لسيزې کېږي چې جګړه روانه ده، دغه جګړه کله د يوه اشغالګر هېواد له لوري وي او کله بيا د بل اشغالګر له لوري.
کله چې انګرېزانو پر افغانستان باندې په ۱۸۳۹ ميلادي کال کې خپل لومړی يرغل وکړ، له هماغه وخته راهيسې بيا تر ننه پورې پر افغانستان د انګرېزانو د اوږدمهالو پلانونو مطابق کله په يوه نوم او کله په بل نوم جګړې تپل کېږي چې په دغو ټولو جګړو کې په مطلق ډول ټول افغانان وژل کېږي.
د انګرېزانو له يرغلونو او حملو راوروسته تقريباً ۴۵ کاله افغانانو په ارامۍ کې تېر کړل که څه هم د ظاهر شاه نظام د افغانانو دخوښې نظام نه ؤ خو بیا هم دافغانانو اوسنۍ د زړه تر ټولو قوي ارزو يې پوره کړې وه چې هغه په افغانستان کې د امن او سولې قائمېدل دي.
خو کله چې د ظاهرخان د سلطنت په دوره کې سردار شاه محمود خان د افغانستان صدراعظم وټاکل شو نو د غربي ډيموکراسۍ د ترويج لپاره يې د افغانستان په اسلامي ملت کې ډېرې زياتې هلې ځلې پيل کړې. له همدې امله د افغانستان دغه صدراعظم د ډيموکراسۍ د پلار په نامه هم يادېږي. دغه صدراعظم ډيموکراسۍ ته د افغانستان په مدني ټولنه کې تر ټولو لومړی دا کار وکړ چې سياسي احزابو او ګوندونو ته يې مکمله ازادي ورکړه او دغه ګوندونو خپل فعاليت په ازاد ډول پيل کړ.
په دې وخت کې چې کومو ګوندونو کار کاوه د هغو له جملې څخه يې يو هم د افغاني کمونستانو ګوند ؤ چې مستقيماً د روسانو د کې جي بي له لوري حمايه کېده، په دغه ګوند کې هغه محاصلين شامل وو کوم چې د ظاهر خان په دوره کې د لوړو زدکړو د حاصولو په پار مسکو ته تلل او هلته يې له پوهنتون نه نيولې بيا تر ماسترۍ او دوکتورا پورې زدکړې کولې، هلته په روسیه کې دغه محصلين د کې جي بي له لوري تر څارنې لانې ونيول شول او بالاخره دوی د يوه منظم پلان له مخې د کمونيزم درسونه ورکول کېدل.
لنډه دا چې دغه افغان محصلين چې کله افغانستان ته راغلل نو د دې پر ځای چې دوی خپله پوهه د افغانستان د ابادۍ لپاره استعمال کړي، بلکې برعکس په افغانستان کې يې د روسي کمونېزم د ترويج هڅې پيل کړې چې په سلګونو افغانان يې بې لارې کړل او بالاخره يې د خلقيانو او کمونستانو نومونو ګوندونه جوړ کړل، دغه ګوندونه تر دې پورې ورسېدل چې يو وخت يې د واکمنۍ خوبونه ليدل.
کله چې سردار محمد داود خان د ظاهرخان پر وړاندې سپينه کودتاه وکړه نو د خلقيانو ګوند هم خپل فعاليتونه تېز کړل او د کې جي بي له خوا په مستقيم ډول رهبري کېدل، چې بالاخره يې په داود خان باندې سره کودتاه وکړه او د داود خان د کورنۍ ټول غړي يې په ارګ کې ووژل..
کله چې داود خان ووژل شو نو د خلقيانو ګوند واکمني پيل شوه او ترکی يې مشر شو، له ترکي وروسته حفيظ الله امين واک ته ورسېد خو هغه د کې جي بي له لوري ووژل شو، بيا ببرک کارمل واکمن شو، د ببرک کارمل له وژلو وروسته د کارمل د وخت د خاد رئيس ډاکټر نجيب واک ته ورسېده.
د کمونستي څلورو واکمنانو د واکمنۍ په موده کې په لکونو او ميليونونو افغانان بې کوره شول او په لکونو نور ژوندي تر خاورو لاندې شول، چې لا تر اوسه يې پورې يې کورنۍ په دې نه دي توانېدلي چې د خپلو شهيدانو جسدونه پيدا کړي.
نو له دې امله د تاریخي اسنادو په لرلو سره وايو چې د افغانستان د جګړې بانيان او پيلوونکي افغاني کمونستان او خلقيان دي، دغو خلقيانو به د خپلې واکمنۍ په دوره کې نعرې وهلې چې ګواکې موږ له وطن سره دومره مينه لرو چې د وطن په خلاف د هيچا خبره هم نه منو او د وطن پلورونکو په وړاندې خنډ يو ، خو که اوس وګورو نو معلوم به شي چې هماغه زاړه خلقيان او کمونستان او د دوی زامن او لوڼې د امریکايانو د ډيموکراسۍ ډول ته ناڅي او په افغانستان کې د امریکايي ډيموکراسۍ د ترويج لپاره تر ټولو زیاتې هلې ځلې کوي، د امريکايي ډیموکراسۍ لپاره خپل ولس وژني، خپل ولسي وګړي زندانونو ته اچوي او ډول ډول لوبې پرې کوي.
کله چې د ډاکټر نجيب کمونستي نظام د پخوانيو مجاهدينو له لوري ړنګ شو، نو کمونستان دا ځل د کې جي بي د بل پلان له مخې د مجاهدينو صفونو ته ورننوتل تر څو د مجاهدينو له نامه استفاده وکړي او خپل لاندېني اهداف تر لاسه کړي:
۱ــ لومړی دا چې دغه صف بدنام کړي او خپلې هغه لوبې چې د کې جي بي د جنرالانو له لوري ورښودل شوې وې؛ د مجاهدينو د پاک صف د بدنامۍ لپاره يې وکړي چې تر ډېر حده پکې بريالي هم شول.
۲ـــ دويم دا چې همېشه په افغانستان کې د اشغالګرو په ضد د جهاد تر نامه لاندې افغان ولس را ولاړ شوی او اشغالګر يې مات کړي دي، چې د دغو اشغالګرو له جملې څخه روسان هم وو، نو روسانو د خپلو لاسپوڅو پواسطه ځکه غوښتل چې د جهاد نوم په افغانستان کې بد کړي. چې په دې کې هم تر هغه وخت کامياب وو تر څو چې طالبان نه وو راټوکېدلي. خو کله چې طالبان راوټوکېدل نو د روسانو دغو هيلو او هڅو هم سر وخوړ.
۳ـــ روسانو غوښتل چې د مجاهدينو له ګډوډۍ او بې نظمۍ څخه اعظمي ګټه پورته کړي او خپل کمونستان پکې دننه کړي، کله چې مجاهدين واک ته ورسېږي نو کمونستان به استفاده وکړي او واکمني به تر لاسه کړي او د روسانو هغه هيلې چې په ډېرو وژنو يې هم تر لاسه نشوې کړای نو دا ځل به يې په ډېره ازانه بيه تر لاسه کړي.
نو ځکه بايد ووايو چې په افغانستان کې د جګړو مؤسسين کمونستان او خلقيان دي او تر څو چې دغه خلقيان په دار نه وي ځړول شوي او يا هم له هېواده تبعيد شوي نه وي، تر هغو به په هېواد کې امري او سکون رانشي، ځکه که چېرې امريکايي استعمار پای ته ورسېږي نو دا ځل به دغه خلقيان او کمونستان نورو استعمارګرو ته دعوت ورکوي تر څو پرې افغانان قتل کړي او خپل ځانته پرې أجرت تر لاسه کړي.



