د کولالمپور غونډه د اسلامي امت د هیلو نړۍ!!

ډاکټر یوسف اکبري

د مالیزیا په پلازمېنه کوالامپور کې د اسلامي ویښتابه تر عنوان لاندې هغه غونډه نن پيل شوه، چې:

 د ښاغلي اردوغان

 ښاغلي مهاتیر محمد

 او د قطر د امير

 په نوښت د اسلامي امت د ستونزو او دردونو د څېړنې په منظور پلان شوې وه، پدې غونډه کې د پاکستان او اندونیزیا مشران هم ځکه بلل شوي وو ، چې دې دوه هيوادونو هم د يو اسلامي بلاک رامنځته کولو په طرحه توافق کړی ؤ او هم ورته د مطرحو اسلامي هيوادونو له منځه سعودي او ایران هم رابلل شوي وو، خو په تاسف سره چې سعودي بیا د امریکا له ویرې امت یوازې پرېښود او پاکستان او اندونیزیا هم خپل ځانونو د امت تر پوښتنې لاندې راوستل؟ چې ګډون يې ونکړ .

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۲ م کال د فروري میاشت کې په قاهره کې د شهيد مرسي په بلنه د اسلامي همکارۍ درنه غونډه، چې د ټولو اسلامي هیوادونو مشران ورغلي ؤ او ورپسې کال وروسته په ایران کې له درنې غونډې وروسته چې اسلامي امت د کوم بد حالت سره مخ شوی د اسلامي امت د ريښتونو بچیانو سترګې اوس دې غوندي ته اوښتي دي.

دا ځکه چې دې غونډې ته د امت د باشهامته مشرانو په ورتګ سربیره ،۴۵۰ شاوخوا کې مسلمان مفکرين او علماء هم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بلل شوي دي ځکه نو امت ورته د امید په سترګو ګوري، څو له پراخه امت څخه د استعمار هغه جګړې ختمې شي چې د کفارو د منظم پلان له مخې په مسلمانانو تپل شوي ، چې بيلګي يې په انځورونو کې یو هغه انځور د درېو ګلاليو سوریايې ماشومانو هم دی؛ چېص پدې آخره کې د روسیې د بمبارۍ په نتیجه کې په شهادت رسیدلي.او هم داسې په ډيرو جګړه کې ښکيلو هیوادونو کې د مسلمانو بیرحمانه وژل کيدل هم دي

د امت دوه ؤ مؤمنو او زړورو مشرانو ( اردوغان او مهاتیر) وویل :

اردوغان:

اسلامي نړۍ د ټولې دنيا ۵۰ سلنه تېل او ۵۸ سلنه ګاز لري، خو بیا هم تر ټولو ډېره بېوزلي لری، او مرګونه او جنګونه د مسلمانانو ترمنځ په ډیریدو دي، مونږ  دلته سره راټول شوي یو چې دې حالت ته نور د پای ټکی کېږدو، دا ناممکنه ده چې مونږ د نړۍ ۱.۷ مليارده مسلمانانو برخلیک د نړۍ ۵ قدرتمندو هېوادونو (امنيت شورا) ته پرېږدو چې هغوی زمونږ په اړه هره فيصله کوي هغه به منو.

او مهاتیرمحمد: وویل:

( اسلامي ملتونو خپل هېوادونه او حکومتونه له لاسه ورکړي دي او د غربی حکومتونو تر سلطې لاندې راغلي دي.)

الله ته دغ ناسته پراخه او د مثبتو پایلو لرونکې وګرځوي او بیغیرته واکمنان د امت له اوږو ښکته او مؤمن واکمنان ور په برخه کړې

مربوطه مطالب

Back to top button