کندهار: يوه ټرافیکي پیښه کې ۹ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې يو موټر د سپرليو سره یو ځای د اوبو ته لویدلی دی.

د کندهار دامنيتي چارواکو په خبره چې یو سراچه ډوله موټر چې د واده میلمانه پکې سپاره وو د ډیر زیات سرعت له امله اوبو ته لویدلی دی.

چارواکي وايي چې په دې پيښه کې د ۳ تنو ماشومانو او ۵ تنو ښځو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر “موسی جان” رسنيو سره په خبرو کې ویلي دي چې د یاد شوي ولایت ډیر طبي امکانات د ټرافیکو پیښو په قربانیانو لګول کیږي.

په افغانستان کې د ټرافیکی قوانینو نه مراعات، د موټر چلوولو پر مهال د موټر چلوونکو لخوا نشه يې توکي کارول، د لارو خرابوالی او داسې نور هغه ستونزې دي چې ټرافیکي پيښو رامنځته کيدو ته يې زمینه برابره کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button