سرليکنه
مهاتیر محمد ویلي چې د کوالالمپور د مسلمانانو د يو والي لپاره د جوړې شوې غونډې له امله تر فشارونو لاندې يو.
د ماليزيا صدراعظم مهاتيرمحمد عربي پوسټ ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي چې دا ډېره بده ده چې نن مسلمان هېوادونه د يو بل پر ضد ولاړ یا دريځونه نيسي.
هغه وویل که خپل منځ کې هرڅومره اختلاف ولرو خو د يو بل پر ضد جبهه کې باید ونه درېږو، ځکه د مسلمان سره جنګ حرام دی، اړينه ده چې یو له بل سره د اختلاف باوجود په مينه تعامل وکړو.
کله چې له هغه د فلسطين څخه د ملاتړ او اسرائيل ضد وروستيو څرګندونو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل، مونږ له پخوا د فلسطين ملاتړ کړی او اسرائيل مو هیڅکله خپل دوستان نه دي ګڼلي نو د اسرائيلو خلاف جبهه کې ودرېدل او له مونږ سره د اسرائيلو دښمني نوې خبره نه ده.
د کوالالمپور دغونډې له امله پر نوموړي د فشار په اړه یې وویل دا طبيعي ده چې کله ته یو غټ اقدام کوې نو حتما به دې مخالفین مخالفت کوي، خو مونږ په دې خبره رسېدلي او پوه یو چې مونږ په سمه روان یو، ځکه د کوالالمپور غونډه د مسلمانانو د يو والي لپاره او د هیچا پر خلاف تصميم نيونې لپاره نه ده.

















