(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳۰، شنبه)
د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون له شاوخوا دوه مياشتني ځنډ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پايلو اعلان ته چمتووالی ښودلی دی.
د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشاء رئيس حبيب الرحمن ننګ وايي، په پاتې شويو اوو ولايتونو کې هم د بيا شميرنې او تفتيش پروسه بشپړه شوې او کمېسيون له تخنيکي پوله د لومړنيو پايلو اعلان ته چمتو دی.
که څه هم نوموړي د لومړنيو پايلو د اعلان ټاکلې نيټه ونه ښوده خو د ټاکنو کمېسيون وياند ذبیح الله سادات بيا پرون رسنيو ته ويلي و چې د ا نتخاباتو لومړنۍ پايلې به نن شنبه یا یکشنبه اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ يو ځل بيا د ثبات او همپالنې ټيم ويلي و چې د اووه ويشت ولايتونو په شمير کې درغلۍ شوي او بايد له سره يې تفتيش او شميرل وشي.
شاوخوا دوه مياشتې پوره کېږي چې افغانستان کې ولسمشرۍ انتخابات ترسره شوي چې په رايو کې د درغلۍ، تقلب، کمېسيون کې د انتخاباتو تخنیکي ستونزو او د ټاکنيزو ټيمونو اختلافاتو له کبله يې لومړنۍ پايلې څو ځلې ځنډيدلي دي.


















