ډاکټر یوسف اکبري
جاپاني (یاتارو ایواساکي) او مصري ( قاسم امین)
۱- یاتارو ایواساکي د جاپان لومړنی کس دی چې اروپا ته یې د تحصیل لپاره لېږلی، یاتارو څلور کاله په اروپا کې تېر کړل، یاتارو د موټرو جوړول او اداري اعمال په یو وخت کې یادل کړل، یاتارو جاپان ته راغلو، موټر یې جوړ کړ او خپل ولس مشر ته یې ډالۍ کړ، ولس مشر ورته په بدل کې د موټرو کارخانه جوړه کړه.
یاتارو د خپلې زیرکتیا پوهې او مهارت سره دا کارخانه یو لوی شرکت ته واړوله او د “میټسو بیشي” نوم یې پرې کېښود
میټسو بیشي د موټرو هغه شرکت دی چې نن په نړۍ کې یو له لویو او مشهورو شرکتونو څخه دی.
جاپانیان د یاتارو په صنعت او د اقتصاد په ډګر کې ځانونه پوروړي ګڼي.
۲- قاسم امین
قاسم امین لومړنی مصری دی چې اروپا ته یې د تحصیل لپاره لېږلی ؤ ، قاسم امین څلور کاله په اروپا کې تېر کړل، په اروپا کې یې شراب څښل او د انجونو ملګرتیا او یارانې يې شروع کړې، کله چې قاسم امین مصر ته راوګرځېد لومړنی کار یې دا و چې د ښځې د حجاب (پردې) څخه د ازادۍ لپاره یې یوه ټولنه جوړه کړه، چې د هغه وخت د مصر، شام، عراق علماؤ يې په ارتداد فتوا هم ورکړې وه.
قاسم امین به د اروپایې ښځو صفتونه کول ویل به یې: اروپایې ښځې د سړیو سره ستړې مشي په مصافحې کوي، د سړیو سره یو ځای کیني پاڅي، او برعکس اروپايي ښځې هغه څه کوي چې مسلمانې ښځې یې نه کوي چې همدا د تخلف او وروسته والي لا مل شوی.
د قاسم امین په دې فکر ډېرې ښځې بې لارې شوی، چې دا به یې د بدیو په تله کې اچول کېږي.
نړیوال چې اروپا او یا نورو خارج ملکونو ته د علم حاصلولو لپاره لاړ شي خپلو هېوادونو ته د ابادۍ له فکرونو سره راوګرځي، ډول ډول تعلیمونه، حرفې او کسبونه یې یاد کړي وي چې بیا همدوی د هېواد د ابادۍ سبب وګرځي.
خو متاسفانه زمونږ ځوانان چې لاړ شي بېرته هله راوګرځي چې یا ملحد، سکولر، یا یهودي یا نصراني شوی وي صرف شکل یې د مسلمان پاتې وي، یا ترې فیمنیسټ جوړ وي، یا شراب خور فاسق او فاجر شوي وي، د هغوی په رنګ رنګ او کلتور یې ځان رنک کړی وي، له دې ځایه چې د کومې اسلامي مفکورې سره تللی وي له هغې ځایه بیا په بل فکر راشي إلا من رحم ربي، دوی بیا هم اسلام ، هيواد او ولس ته ژمنتیا نلري؛ د غلا او ډاکو په نویو یادو کړیو چلونو ښه پوهيږي !! لکه پر هیواد حاکم کړای شوي اوسني لاسپوڅي چې غربیانو له غربه راوارد کړي دي.
فاعتبروا یا أولي الأبصار !


















