راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي
ژباړن: واحد فقیري
وروسته له هغه چې دطالبانو جنګي قطعاتو په مشرقي ولایت ننګرهار کې د داعشي ملیشو وروستي مرکزونه ونیول او جنګیالي یې ور ووژل.
دې ولایت ته دمعتبرو غربي ورځپاڼو یوشمېر خبریالانو سفر وکړ.
طالبانو په لومړي سر کې د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته بلنه ورکړې وه چي دې ولایت کې هغو سیمو ته ولاړ سي چي طالبانو تازه له داعش پاکې کړيدي.
یادو خبریالانو دعوت ومانه او په دې اړه یې ځینې هیښونکي او ناویلي حقایق رابرسیره کړل. دوی وویل، طالبان د داعش خلاف په جنګونو کې کامیاب دي، برعکس امریکایان او د کابل رژیم هیڅ لاسته راوړنه نه لري، هرڅه یې درواغجن او بې بنسټه ادعاوې دي.
دې خبریالانو په خپل ترتیب کړي رپوټ کي څو ویډیوګاني هم نشر کړي دي چې محترم لوستونکي یې د واشنګټن پوسټ په رپوټ کي کتلای سي.
واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۱۹ لیکي، دا دعوت واقعا حیرانونکی وو، خو طالبان غواړي چي ځانته جهاني مشروعیت حاصل کي. دوی زیاتوي، پدې سیمه کې د طالبانو بانفوذه قومندان مولوي محمد علي جان احمد حاکم دی. مولوی احمد وايي،«هغوی زموږ ملک اشغال کړیدی. پر هغوی باندي به زموږ حملې لا زیاتې سي.»
د واشنګټن پوسټ ژورنالیسته وايي، طالبانو موږ په زړو ټویوټا ټرکانو کي بوتلو. د هغوی پر ټرکانو باندې د طالبانو بېرغ رپېدل، او دننه په موټرانو کې د قران مجید تلاوت جاري وو.
اخبار لیکي پدې سیمه کي هر ځای د جنګ نښې نښانې لیدل کېږي، په هر کلي کي کلیوال وايي چي په جنګ کې يې دوستان مړه سويدي او ژوبل شوي دي.
واشنګټن پوسټ لیکي، که څه هم امریکایانو دلته زیاتي بمبارۍ کړيدي، خو دلته طالبانو داعش مات کړ، امریکايي نظامي چارواکي اعتراف کوي چي د داعش په ماتولو کي د طالبان نقش عمده او د پام وړ دی.
یو امریکايي نظامي چارواکی وايي د داعش پر ضد د طالبانو عملیات «واقعا کامیابه ول.» همدا امریکايي وايي طالبان موږ او افغان حکومت غوندې نه دي چي له عملیاتو وروسته بېرته خپلو اډو او ښارونو ته راستانه سي، بلکي هغوی هلته پاته کېږي او ورته ناست وي.
واشنګټن پوسټ لیکي طالبانو غربي ژورنالستانو ته ځکه دعوت ورکړ چي جهانیانو ته خپله کامیابي وښيي، او په نړۍ کې خپل ایمج اصلاح کړي، ځکه د طالبانو په اړه جهانیان ډېر منفي فکر لري.
ورځپاڼه لیکي، چې زیاتره طالب جنګیالي وايي چي د سولي سره به خپلو کورونو او کلیو ته ستانه سي، او خپل عادي ژوند به بېرته شروع کړي.
د دې رپوټ له نشریدلو وروسته ډیری افغانانو او امریکایانو دامریکا او کابل ادارې په هغو ادعاوو کلک لفظي بریدونه کړي دي چې ګویا د داعش په ماتولو کې دوی کلیدي نقش درلود، دوی وایي، ورځ تر بلې دطالبانو اتلولۍ او ژمنتیا څرګندیږي چې دا د دې ډلې پر وړاندې د منفي فکر پای ښیي.