کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
لوګر ولایت کې د ځینو ښوونځیو پر زده کوونکو د جنسي ځورونې د ادعاو په اړه اروپايي پارلمان له افغان حکومت څخه د هر اړخیزو او شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده.
اروپايي پارلمان د هغه راپور په اړه اندېښنه څرګنده شوې، چې ګواکې په لوګر ولایت کې د ښونځيو زده کوونکي له جنسي پلوه ځورول شوي دي.
یاد پارلمان پخپل راپور کې د ځینو هغو مدني فعالانو او د خلکو د حقوقو مدافعينو مخنيوی او نيول هم غندلي او په دې اړه يې جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
اروپايي پارلمان پر داسې مهال په افغانستان کې د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه اندېښنه څرګندوي، چې تېره میاشت د لوګر ولایت د مدني ټولنې مشر ‘موسی محمودي’ له ګارډین ورځپاڼې سره مرکه کې د لوګر ولایت په ځينو ښوونځيو کې د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه راپور ورکړ.
که څه هم نوموړي، د ملي امنیت په زندان کې په دې هکله د ورکړي راپور، له امله بخښنه وغوښته او د پوهنې وزارت هم دا راپورونه ردکړل؛ خو وروسته لويې څارنوالی خبر ورکړ، چې د دې قضيې د څيړلو لپاره يې يوهئيت ټاکلی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې په حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونې راپور ورکول کيږي، بلکې له دې وړاندې هم په ارګ، پارلمان اونورو دولتي ارګانونو کې د پراخو جنسي اړيکو او ځورونو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.