بلجیم کې له یوه زندان څخه پنځه بندیان تښتیدلي دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د بيلجم له محبس څخه ۵ تنه بندیان تښتېدلي دي، ویل کيږي چې په دوی کې سخت مجرمین هم پکې شامل دي، د دې بنديانو د بېرته نيولو لپاره د پولیسو لخوا ستر عملیات روان دي.

د ياد هيواد د “انتویرفن ولایت” د ‘تورون هوت’ زندان د پوليسو یوې ویاندې رسنيو سره په خبرو کې ويلي چي دغه بندیان وړمه ورځ د مازيګرني چکر پر مهال د زندان له دیوال څخه اوښتي او بیا د موټر په مرسته له سيمې وتلي دي.

د پولیسو له لوري ويل شوي چي هغوی دغه بندري ښار د هلیکوپترو په وسیله هم تر څارنې لاندې نیولی دی او هراړخیز عملیات یې پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button