کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د ماليزيا پلازمينه کولالمپور کې د اسلامي هيوادونو په غونډه کې ترکیې، قطر، مالیزیا او ایران وړانديز کړی، چې د بهرنيو بندیزونو سره د مقابلې په پار راتلونکي کي د جنس په جنس او سرو زرو د تبادلې له میتود څخه کار واخلي.
د مالیزیا لومړي وزير مهاتیر محمد د شنبې په ورځ (د ډسمبر میاشتي ۲۱ مه) په مالیزیا کې د اسلامي کنفرانس په پای کې د ایران او قطر ستاينه کړې چې په ډېره ميړانه يې د بهرنيو تعزیراتو مقابله وکړه، نوموړي وویل: “ممهمه دا ده، چي اسلامي نړۍ پر خپل ځان باندي متکي شي، تر څو د راتلونکو تهدیدونو سره مقابله وکړای شي.”
ښاغلي مهاتیر محمد راتلونکي کې ټولو اسلامي هيوادونو ته د اقتصادي بندیزونو د تحمیلولو خبرداری ورکړ او ویې ویل: ” مالیزیا او نور اسلامي هیوادونه باید همېشه دا په نظر کې ونیسي، چې دغه ډول تعزیرات پر موږ هر یوه باندې وضع کیدلای شي.
نوموړي منځنيو پېړيو کې کارېدونکو طلايي سِکو ته په اشاره وويل:” ما په کنفرانس کې وړانديز وکړ، چې د مسلمانانو په منځ کې دې د سرو زرو او جنس په جنس راکړې ورکړې مفکوره بېرته راژوندۍ کړی شي.
دغه راز نوموړي ټينګار وکړ چې اسلامي نړۍ بايد خپل منځي تجارت ته وده ورکړي او په اړه يو تربله همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د روانې ډسمبر مياشتې په ۱۹مه نيټه د ماليزيا په پلازمينه کولالمپور کې د ۲۲اسلامي هيوادونو غونډه وشوه او په هغو مشکلاتو او چلنجونو بحثونه وشول چې اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګريوان ده.


















