سوريه: د سختو جګړو په ترڅ کې ۱۴۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د سوریې په جنوبي ولايت ادلب کې د پرون راهیسې د دولتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ سختې خونړۍ نښتې روانې دي چې د راپورونو له مخې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوري دولتي ځواکونو د روسیې د هوایي بریدونو په ملاتړ ادلب ولايت کې د وسلوالو تر کنترول لاندې سیمو باندې درنې حملې پيل کړي چې د وسلوالو ډلو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ، چې مرکز يې په لندن کې ده، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېرو دریو ورځو کې د روسيې او سوریې الوتکو ادلب کې تر (۱۰۰۰) ډېر هوايي بریدونه کړي، د سوریې حکومت ته نږدې سرچينو دا بریدونه د ادلب ولايت د نيولو په پار د سترو عملیاتو د پيل په توګه یاد کړي دي.
راپورونه وايي، دولتي ځواکونو د سختو بمباریو په مرسته سیمه کې څو کلي نیولي او د خپلې ولکې د لا پراختیا لپاره سخت بریدونه کوي، خو وسلوالې ډلې بیا له لاسه د وتليو سیمو د بېرته نيولو لپاره خونړۍ جګړه کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان څرګنده کړې، له پرون راهیسې دې جګړو کې له دواړو لوریو ۱۴۰ کسان وژل شوي چې ۵۷ تنه یې دولتي پوځیان او پاته نور د وسلوالو ډلو اړوند دي.



