کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او ولسمشريزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ډلې نوماند عبدالله عبدالله وایي، “د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ” د دوی ټاکنډله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکې ده. او درغلګر نشي کولای په ناپاکو رايو بيا واک ته ورسيږي.
نوموړي یکشنبه ماسخوتن کابل کې خپلو پلویانو ته په وينا کې وویل: ” دوی د ښه نیت له کبله د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړه چې په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړي، او تمه یې دا وه چې د دوی اندېښنو ته به پاملرنه وشي، خو کمېسيون داسې ونه کړل او د قانون خلاف چلند یې وکړ.”
د نوموړي په خبره ټاکنډله به يې ټول شکايات د شکاياتو کمېسیون سره ثبتوي او تمه لري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به ټول ثبت شوي شکایتونه ارزوي، ناپاکې رایې به باطلوي، په هغو ولایتونو کې چې د دوی څارونکي نه وو موجود د رایو بیا شمېرنه به له سره کوي او بیا به وروستۍ پایلې اعلانوي.
ښاغلي عبدالله خپلو پلويانو ته ډاډ ورکړ چې په ټول ځواک سره به د خلکو له پاکو رایو دفاع کوي او پرې به نږدي چې يوځل بيا درغلګر د ناپاکو رایو په مرسته واک ته ورسېږي.

















