بغلان او ننګرهار کې شل عسکر طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۲، دوشنبه)
د بغلان ولايت په مرکزي بغلان او د ننګرهار په حصارک ولسواليو کې شل تنه عسکر او پوليس طالبانو سره يوځای شوي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه د یادو عسکرو نومونه خپاره کړي چې په وينا يې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د (سیدمحمد،روح الله،عثمان،خالقداد،صبور،امیر،عبدالقدوس،عبدالحنان،صدیق الله،احمدګل،علاء الدین،علیخان،نعیم او عطاءالله) په نومونو څوارلس تنه عسکر او پوليس دحقائقو په درک کولو سره له دندو لاس په سر اومجاهدینوته راغلل.
د ښاغلي مجاهد په وينا، پرون یکشنبه هم د ننګرهار حصارک ولسوالۍ اړوند په عليخيلو سيمه کې د سرمست په نوم د اربکيانو د یوه قومندان په شمول شپږ تنه طالبانو سره یوځای شول.
مجاهد زياتوي، د طالبانو د دعوت ارشاد مسؤولينو طالبانو سره د یوځای شويو عسکرو او پوليسو هرکلی وکړ او هغوی ته يې د ارام ژوند تيرولو ډاډ ورکړ.
په وروستيو کې طالبانو سره د یوځای کېدونکو او هغوی ته د تسلمېدونکو عسکرو لړۍ تونده شوې چې وخت ناوخت د طالبانو د رسمي ادرسونو له لوري د هغوی شهرت او انځورونه خپريږي.



