دطالبانو اهداف د واشنټن پوسټ رسنۍ را بللو څخه څه ول.؟

ليکوال: احمد منصور

د طالبانو د ظهور له ابتدا نه بيا آن د سياسي دفتر د پرانيستې تر ﺯمانه نړيوال په دې آند ول چې طالبان سياست نه پيژني او که پيژني سياسون نه لري خو چې کله په ٢٠١٣ کال ١٨ د جون په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل شو او طالبانو هغه وخت له دوي سره د رابطې مرجع د قطر دفتر وباله که څه هم هغه ﺯمان يو شمېر جهتو د دې دفتر مخالفت وکړ د بندولو غوښتنه وکړه خو پروسکالې چې په لومړي ځل په رسمي ډول د طالبانو سياسون د روسى لخوا بلل شوي ول او هلته جوړه شوې غونډه کې يې ګډون وکړ او له هغې روسته يې د نهو مېاشتو په موده کې له امريکايې لوري سره مذاکرات وکړل دې سياسي هلو ځلو طالبانو ته جهاني مشروعيت ورکړ د يو کال په موده کې د طالبانو سياسي مشرتابه ملا برادر صيب سره د يو شمېرهېوادو لوړ پوړو چارواکو،د د داخلي او خارجي وﺯارتو وﺯيرانو،سياسي اشخاصو،مدني فعلانو ،سياسي شنونکو او ليکوالانو ملاقاتونه وکړل د طالبانو داعيه يې بر حقه وبلله او سياسي ملاتړ يې ترې اعلان کړ

خو په دې روستيو کې طالبانو حيرانوونکي بريا تر لاسه کړه چې هغه په ننګرهار کې په مکمل ډول د داعشي ملېشو ختمول وه په دې سره يې يو ځل بيا د نړيوال پام ځان طرف ته را واړوه ځکه داعش هغه پديده چې د ختمولو په موخه يې په شام کې د سعودي او روسى په شمول يو شمېر نور هېوادونو يې پر ضد دا څو کاله عمليات پيل کړي لا هم نه دي توانيدلي چې دغه ډله ختمه کړي خو په ننګرهار کې طالبانو د اتو يا نهو مياشتو په موده کې ټولې هغه سيمې ترې ونيولې چې په واک کې يې وې

ډير کرته طالبان يو داسې ناشنا عمل تر سره کوي چې د نړيوالو پام ځان طرف ته را اړوي پرون سهار مې د نن ټکى آسيا پر سايټ دا خبر ولوست چې طالبانو د امريکا تر ټولو معتبرې رسنۍ واشنټن پوسټ ته بلنه ورکړې وه چې هغو سيمو ته خبريالان وليږي کومې سيمې چې په دې نېزدې وختونو کې د داعشيانو له وجود څخه يې پاکې کړي چې د هغوي له خوا يې بلنه منل شوې او خبريالان يې دغې سيمې ته ليګلي

واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۱۹ لیکي دا دعوت واقعا حیرانونکې وو،‌ خو طالبان غواړي چي ځانته جهاني مشروعیت حاصل کاندي. اخبار لیکي پدې سیمو کي د طالبانو متقدر قومندان مولوي محمد علي جان احمد حاکم دی. مولوی احمد وايي،«هغوی زموږ ملک اشغال کړیدی. پر هغوی باندي به زموږ حملې لا زیاتي سي.»

جالبه خو دا ده چې چې تللي خبريالان د داعشيانو پر ضد عملياتو کې طالبانو نقش عمد بولي او طالبان ستايې

واشنګټن پوسټ لیکي که څه هم امریکایانو دلته زیاتي بمبارۍ کړيدي، خو دلته طالبانو داعش مات کړ. امریکايي نظامي چارواکي اعتراف کوي چي د داعش په ماتولو کي د طالبان نقش عمده او د پام وړ دی.‌ یو امریکايي نظامي چارواکی وايي د داعش پر ضد د طالبانو عملیات «واقعا کامیابه ول.» همدا امریکايي وايي طالبان موږ او افغان حکومت غوندي نه دي چي له عملیاتو وروسته بېرته خپلو اډو او ښارونو ته راستانه سي،‌ بلکي هغوی هلته پاته کېږي او ورته ناست وي.

راځم خپلې موضوع ته چې دطالبانو اهداف د واشنټن پوسټ رسنۍ را بللو څخه څه ول

دا چې د طالبانو مشران ټول علماء دي او ډيري يې هغه خلک دي چې د روسانو بيا د اوسنيو امريکايانو پر ضد په جګړو کې د ځانګړي نقش خاوندان او د جنګي مهارتونو استاﺫان دي ورسره په څنګ سياسي بصيرتونه يې له هيچا هم پټ نه دي نو ځکه بعضې کارونه د مصالحو له امله تر سره کوي او بعضو کارو کې خپل اهداف ورته ښکاري چې ترسر کول ورته اړين بريښي

د واشنټن پوسټ رابللو څخه لاندې اهداف يې درلودل

١-نړيوالو ته خپله دا ادعا په اثبات رسول چې دوي د رسنيو مخالف نه بلکې ساتونکي يې دي خو په دې شرط چې خپل رسنيز رسالت په صحيح ډول ترسره او يک طرفه قضاوت و نه کړي

٢- هغه امريکايې قومندانان چې په افغانستان کې د خپل شتون لپاره بهانې لټوي يوه بهانه يې د داعشيانو وجود په افغانستان کې ده په دې سره امريکايې اولس تير باسي خو طالبانو د امريکا اولس له اصلي جريانه خبرول يوه وصيله دغه رسنۍ رابلل بهتره ګاڼه

٣ -طالبانو په دې اقدام سره د مزدور ادارې دوه مخي نړيوالو ته ښودل وه چې له يو اړخه د داعشيانو د ځپلو په پلمه نړيوالې مرستې را جلبولې او له بل اړخه د پردې تر شا دې ملېشې سره اړيکې پاللې او د طالبانو د بريدو له ويرې يې خوندي سيمو ته رسول

٤- په دې اقدام سره نړيوالې رسنيو ته يې يو ډول اطمېنان او دعوت ورکړ

خلاصه دا چې طالبانو څه ډول غوښتل هغه ډول وشول د طالبانو دا اقدام چې بې له شکه د لا ﺯيات ستايلو ده ځکه د هغه هېواد رسنۍ رابلل چې عملاً ورسره په جګړه بوخت يې د حيرانتيا خبره ده له دې څخه را معلوميږي چې نړيوال په طالبانو بشپړ باور لري ځکه خو واشټن پوسټ رسنۍ بغير د کوم شرط او قيد د طالبانو بلنه ومنله

مربوطه مطالب

Back to top button