امریکا: د “لاس ويګاس” ښار کې سختې اورلګېدنې ۶ تنه وژلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

امریکا کې د “لاس ويګاس” ښار امنيتي چارواکي وایي، په یوه درې منزله ودانۍ کې اور لګېدنې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې سخت ټپيان شوي دي.

دياد ښار د اطفائيې او ژغورنې مرکز په يوه خبرپاڼه کې ویلي، اور د ودانۍ په لومړي منزل کې د ګازي بخارۍ دچاودنې له امله رامنځ ته شوی.

د خبرپاڼې له مخې، دې ښار کې د ژغورنې د مرکز تر جوړېدو وروسته د تلفاتو له اړخه دا تر ټولو ناوړه پېښه ده.

په انځورونو کې ښودل کیږي چې د ودانۍ اوسېدونکي د اور له امله ځانونه له کړکیو ښکته غورځوي.

تر پېښې وروسته سیمې ته د ژغورنې کارکونکي رسېدلي او ټپيان یې روغتونونو ته لېږدولي چې د روغتیايي وضعیت په اړه یې تراوسه څه نه دي ویل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button