کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
په فلپين کې د کرسمس جشن د لمانځلو په مهال د زهر جنو شرابو د څښلو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۳۰۰ تنه نور په کوما حالت کې تر روغتون رسول شوي دي.
هغه کسان روغتون ته رسول شوي دي چې د يادو شرابو د څيښلو له امله بې هوښه شوي وه ، کانګي يې کولې، او د خيټې له سخت درد سره مخ شوي وو.
د فلپين د ځايې پوليسو له مرکز څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه جشن د کريسمس د لمانځلو په موخه جوړ شوی وو.
او په خبرپاڼه کې پوليسو هم دا تاييد کړي چې په دغه جشن کې ۱۱ تنه مړي شوي او ۳۰۰ تنه نور يې روغتون ته رسول شوي دي.















