د ټرمپ په استیضاح د ډیموکراتانو او جمهوریت پالو لانجه راغلې

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۳ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

د امریکا کانګرس کې جمهوریت پالو او دېموکراتو مشرانو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح قضیې پر اصولو لانجه کړې او یو بل ته یې بدې ردې ویلي.

دېموکراتان د دې خبرې تضمین غواړي چې ولسمشر ټرمپ د عادلانه محاکمې لپاره باید شاهدانو او د اسنادو ښودلو ته اجازه ورکړي.

پر ښاغلي ټرمپ تور دی چې د پوځي مرستو په بدل کې یې پر اوکراین فشار راوړی چې د ده سیاسي سیال جو بایډن پر ضد د فساد قضیه پرانیزي.

د دېموکراتانو یوه مهم مشر چک شومر ویلي، اوکرایین ته د مرستو په اړه یو مهم افشا شوي برېښنالیک وښودله چې په دې قضیه کې باید روڼوالی وي.

د جمهوریت پالو مشر مېت مېکانل ویلي، په دې محاکمه کې د شاهدانو د حاضرېدو شونتیا شته، خو ښکاره یې ونه ویل چې له خلکو به شاهدي اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ له واکه د ناوړه ګټې اخیستلو او د کانګرس د کار مخنیوي په جرم استیضاح کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button