کابل ټکى کام (سه شنبه، ۳ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو خبر ورکړی چې د سلطان صلاح الدین پوځي روزنتون څخه د دوی لسګونه تنه جنګیالي فارغ شوي دي.
د دې رورنتون استاذ وایي، یادو جنګیالیو ته یې د زده کړو پروخت د سپکو او درنو وسلو د انداخت، ترمیم، د پوځي عراده جاتو او وسائطو چلول، په فکري او عقیدوي برخه کې په لوړه کچه روزنه او غوره بدني تربیت هم ورکړی دی.
د سلطان صلاح الدین یو بل افسر ویلي چې نویو فارغ شویو جنګیالیو د داخلي او خارجي دښمن له عسکرو او منسوبینو څخه په مراتبو لوړه زده کړه ترلاسه کړې چې زیاتره به یې د خپلو اړوندو ولایتونو په کوماندویي قطعاتو کې تشکیل ، تنظیم او توظیف شي.
دوی زیاته کړې، د فارغ شویو جنګیالیو د روزنې او تطبیقاتو د صحنو ویډیوګانې ثبت شوي چې د منبع الجهاد سټوډیو لخوا به د ریښتیني میړني په څلورم اصدار کې تاسو ته وړاندې شي.















